CRI Online

ايران د ذروي تړون د څلورم پړاو تدبير د تطبيق د پای ته رسولو اعلان وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-11-06 10:58:14

د ايران د اسلامي جمهوريت د خبري اژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشر حسين روحاني د نومبر په پنځمه نېټه د يوې وينا په ترڅ کې د ذروي تړون د څلورم پړاو تدبير د تطبيق د پای ته رسولو اعلان وکړ.

روحاني وويل چې ايران به د نومبر له شپږمې نيټې څخه د فوردو په ذروي تاسيساتو کې د يورانيومو ګاز واچوي. خو هغه پر دې ټينګار وکړ چې د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ د ايران د اړوندو فعاليتونو په هکله مالومات لري او د ايران پر ذروي فعاليتونو په اړه پلټنې ته به دوام ورکړي.

نوموړي وويل چې د ايران دغه کړنه بدلېدای شي ، خو په دې شرط که د تړون اړوندې نورې خواوې خپلې ژمنې پوره کړي او د ايران ګټې تاُمين شي، دغه هېواد به بيا د ذروي تړون مراعات کړي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای