CRI Online

د چين د دوهم نړيوال وارداتي نندارتون پرانيستونکو مراسمو ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ وينا ډېرو بهرنيو سياسيونو، تجارانو او کارپوهانو وستايله

cri     (GMT+08:00) 2019-11-06 16:22:27

د چين دوهم نړيوال وارداتي نندراتون د نومبر په پنځمه نېټه په شانګهای ښار کې پرانيستل شو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغه نندارتون پرانيستونکو مراسمو ته په وينا کې وړانديز وکړ چې د پرانيستو همکاريو،پرانيستي نوښت او پرانيستي شراکت پر اساس نړيوال اقتصاد ته وده ورکړي، نوموړي همدارنګه د چين د ورخلاصون سويې د لوړولو په اړه پنځه تدبيرونه اعلان کړل چې د ډېرو بهرنيو سياسيونو، تجارانو او کارپوهانو لخوا وستايل شول.

د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون د دغه نندارتون پرانيستونکو مراسمو ته په وينا کې وويل چې چين په تېرو څه باندې څلوېښتو کلونو کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو په پلي کولو کې د ليدو وړ پرمختګونه ترلاسه کړي، له دې څخه ښکاري چې چين د نړۍ پر وړاندې ورخلاصون ته او نړۍ هم د چين پر وړاندې ورخلاصون ته اړتيا لري.

((د اصلاحاتو او ورخلاصون پر تګلارو د چين ټينګار کول د نړۍ لپاره ډېر اهميت لري. له رئيس شي څخه مننه کوم ، ځکه هغه نه يوازې د لومړۍ دورې د نړيوال وارداتي نندارتون يوه کلنۍ لاسته راوړنې راسره شريک کړې ، بلکې يې په ډاګه کړې هم ده چې چين به د ورخلاصون چارو ته دوام ورکړي. دغه انتخاب ستاسې او د چينايانو د لرې نظر ښکارندويي کوي او د انسانانو په تاريخ کې به تر ټولو چټک او ستر اقتصادي او ټولنيز اصلاحات وهڅوي.))

د سعودي عربستان د صنايعو او انرژيو سرچينو وزير بندر بن ابراهيم الخريف له سي ار ای سره د مرکې پر مهال وويل چې د چين د ورخلاصون هغه نوي تدبيرونه چې د رئيس شي په وينا کې اعلان شوي، د ټولې نړۍ لپاره به ګټور وي.

((رئيس شي په خپله وينا کې ويلي چې چين به په اقتصادي او سوداګريزو برخو کې په تېره بيا د صادراتو او وارداتو په برخو کې له بېلابېلو هېوادونو سره زياتې ګډې همکارۍ وکړي، دغه څرګندونې ما ته ډېره ژوره خاطره راکړې ده. زه د چين پرانيستۍ رويې ته د قدردانۍ په سترګه ګورم، چين بېلابېلو هېوادونو ته زيات پرمختيايي فرصتونه او د نظريو تبادلو زمينه برابره کړې ده او ټوله نړۍ به ترۍ ګټې ترلاسه کړي.))

رئيس شي په خپله وينا کې همدارنګه زياته کړه چې چين به د وارداتو رول ته لا متوجه وي ، تعرفې به نورې هم ټيټې کړي، د وارداتي سوداګرۍ يو لړ نمونوي سيمې به جوړې کړي او له بېلابېلو هېوادونو څخه به زيات د ښه کيفيت لرونکي توليدات او خدمتونه وارد کړي. د نوبل جايزه ګټونکي او د لندن د سياسي او اقتصادي پوهنځي پروفيسر کريستوفير ای پيساريديس پدې اړه وويل:

(( چين د بهرنيو تجارانو هرکلی کوي. لکه څنګه چې رئيس شي ويلي چې چين په نړۍ کې لومړنی غټ بازار لري چې منځني عايد لرونکي يې ډېر دي. دغه راز چين نه يوازې خپلو صادراتو ته پاملرنه کوي، بلکې هڅه هم کوي زيات بهرني توليدات وارد کړي.))

د جامايکا صدراعظماندرو هولنيس وويل:

((نړيوال وارداتي نندارتون د شموليت مفکورې ښکارندويي کوي او هغه به د بېلابېلو ملګرو هېوادونو صادرات زيات کړي، له دا نندارتون دا پيغام ورکوي چې چين به نړيوالې سوداګريزې او پانګيزې همکارۍ وهڅوي څو ټول هېوادونه او خلک يې له نعمت څخه برخمن شي. جامايکا د ورته فرصتونو هرکلی کوي چې په استفادې سره يې بېلابېل هېوادونه خپل توليدات او خدمتونه ښودلای شي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای