CRI Online

د بېلا بېلو هېوادونو سياستوالو د ورخلاصون په برخه کې د چين د تدبيرونو لوړې ستاينې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-11-06 17:21:04

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، اوس په شانګهای کې د چين دوهم نړيوال وارداتي نندارتون روان دی. په دغه نندارتون کې د مختلفو هېوادونو ګډون کوونکو سياستوالو د دغه نندارتون د جوړونې او د ورخلاصون په برخو کې د چين د تدبيرونو لوړې ستاينې وکړې.

د م م د سوداګرۍ نړيوال مرکز اجرايوي مديرې ارانچا ګونزليز وويل، چې رئيس شي جين پينګ د ياد نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې يوه ښکاره خبرتيا ورکړه چې چين به ورخلاصون لا پراخ کړي، تجارتي چاپيريال به لا ښه او څواړخيزې او سيمه ييزې همکارۍ به لا نژدې کړي. ورخلاصون ډېر مهم دی، له دې څخه نه يوازې دا څرګندېږي چې چين به په لا ژوره توګه په نړيوالو سوداګريو کې برخه واخلي، بلکې خپل بازار به هم لا پراخ کړي، څو لا زياتې نړيوالې تصدۍ د چين لوی بازار ته ننووځي. په ياد نندارتون کې ليدل کېږي چې چين نه يوازې يو لوی صادراتي هېواد دی، بلکې د نړيوال اقتصاد د پياوړتيا په برخه کې يو مسؤلانه هېواد هم دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای