CRI Online

د بېلا بېلو هېوادونو سوداګرو د چين د نړيوال وارداتي نندارتون ستاينه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-11-06 17:25:13

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، اوس د چين په شانګهای کې د چين دوهم نړيوال وارداتي نندارون روان دی. په دغه نندارتون کې برخوالو بهرنيو سوداګرو زموږ له خبريالانو سره په مرکو کې د دې نندارتون ستاينه وکړه او د چين د ورخلاصون تدبيرونه يې لوړ وارزول.

د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د استيناف څانګې پخواني رئيسه قاضي جمس باکوس وويل، چې د چين نړيوال وارداتي نندارتون له جوړېدو څخه نړۍ ته د چين د دروازې پرانيستنې هوډ ښکاره شوی چې چين نه يوازې صادرات کوي بلکې له نورو هېوادونو څخه هم مالونه واردوي. د سوداګريز تګ راتګ له زياتوالي سره د چين د ورخلاصون سويه د لوړېدو په حال کې ده. نوموړي وويل چې رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې يادونه وکړه چې ياد نړيوال وارداتي نندارتون به هر کال په چين کې جوړيږي او چين د نړۍ د ټولو هېوادونو د ټولو تصديو هرکلی کوي، د نوموړي دغې خبرې ما ته ژوره خاطره راوبښله. چين به د اصلاحاتو او ورخلاصون د ګامونو چټکولو ته دوام ورکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای