CRI Online

شي جين پينګ د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-11-06 19:36:39

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۶مه نېټه د بېجينګ په لوی ولسي تالار کې د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره خبرې اترې وکړې.

شي جين پينګ وويل، چې پرون مې له ولسمشر ماکرون سره يو ځای په شانګهای کې د چين د دوهم نړيوال وارداتي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او په خپلو ويناوو کې مو په ګډه نړۍ ته د څواړخيزم او ازادې سوداګرۍ د ساتلو او د نړيوال اقتصاد د ورخلاصون د ساتلو په اړه ټينګ هوډ څرګند کړ، بر سېره پردې موږ د زياتو ګډو علاقې وړ مسئلو په باب هم د نظريو تبادلې وکړې او په دې مناسبت مو خپلمنځي تفاهم او باور ټينګ کړ.

شي جين پينګ په دغه خبرو اترو کې پر دې ټينګار وکړ چې اوسمهال د چين او فرانسې ترمنځ اړيکې د قوي پرمختګ په حال کې دي. د سږ کال په مارچ مياشت کې مې په بريالۍ توګه له فرانسې څخه رسمي ليدنه وکړه او زموږ تر لاسه شوې نظريې د پلې کېدو په حال کې دي. چين غواړي له فرانسې سره د شپږو موخو لپاره په هره ساحه کې د خپلمنځي تګ راتګ او همکاريو د پياوړتيا او د لا زياتو مؤثرو پايلو د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړي. لومړی: د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل سياسي باور دې ژور شي. دوهم: د لويو پروژو په برخه کې دې دوه اړخيزې همکارۍ پياوړې شي. درېيم: دوه اړخيز بازار دې پراخ شي. څلورم: دواړه هېوادونه دې د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز او د اروپا او اسيا ترمنځ د متقابل تګ راتګ په اړه د اروپايي ټولنې ترمنځ د ستراتيژۍ د پيوستون د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي. پنځم: په ګډه دې د پر له پسې پرمختګ د تر سره کولو په هکله نوښت او همکارۍ پياوړې کړي. شپږم: د مختلفو تمدنونو ترمنځ متقابله زده کړه او تګ راتګ دې نژدې شي.

ولسمشر ماکرون په دغو خبرو اترو کې وويل، زه ډېر خوشحاله يم چې د فرانسې او چين ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۵۵مې کاليزې په درشل کې يو ځل بيا له چين څخه ليدنه کوم. زه له رئيس شي جين پينګ سره نژدې تګ راتګ کوم او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د ټينګېدو، د سياسي باور د ژورتيا او د مؤثرو همکاريو د پياوړتيا سبب ګرځېدلی دی. زه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو په اړه د رئيس شي جين پينګ له نظريو څخه ملاتړ کوم. فرانسه او چين د زياتو مهمو نړيوالو مسئلو په اړه پر ګډو دريځونو ټينګار کوي. د اوسنيو حالاتو پر وړاندې دې فرانسه او چين د دوو لويو هېوادونو په توګه مهمې دندې پر غاړه واخلي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيالوګ او همکاريو پياوړتيا د نړۍ لپاره مهمه نومونه ده.

له دغو خبرو اترو وروسته دواړو مشرانو په ګډه د هوايي چارو، اتومي انرژۍ، بيړنۍ ادارې، کولتوري ميراثونو، کرنې، صنعت، د طبعيت د ساتنې، پولي چارو او درې اړخيزو همکاريو په برخو کې د زياتو همکاريزو سندونو د لاسليکولو په مراسمو کې ګډون وکړ. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای