CRI Online

تبصره: پرمختيايي هېوادونه د چين د نړيوال وارداتي نندارتون په صحنه کې د اقتصاد له نړيوال کېدو څخه ګټه اخيستلی شي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-06 19:40:37

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د نومبر په ۶مه نېټه (( پرمختيايي هېوادونه د چين د نړيوال وارداتي نندارتون په صحنه کې د اقتصاد له نړيوال کېدو څخه ګټه اخيستلی شي )) تبصره خپره کړه.

په دغه تبصره کې ويل شوي چې د چين نړيوال وارداتي نندارتون له نړۍ څخه د شيانو اخيستلو او نړۍ ته د ګټو رسولو ډګر دی او د نورو هېوادونو لپاره مهم فرصتونه برابروي. په تيره بيا د دغه نندارتون د مرکزي مفکورې يعنې ( شريکول ) له امله زياتره پرمختيايي هېوادونه د پرمختللو هېوادونو له سوداګرو سره د برابرې سيالۍ فرصت لري.

په دغه تبصره کې راغلي چې چين په نړۍ کې تر ټولو لوی مصرفي بازار لري او د لګښت کچې د لوړوالي تمايل يې څرګند دی. د زياتو پرمختيايي هېوادونو ځانګړي توليدات د نوموړي نندارتون له لارې د چين بازارونو ته ننوتلي دي. پرمختيايي هېوادونو په دې اړه ژور احساس کړی چې چين د حقونو او ګټو پر مناسبو نظريو ټينګار کوي او له پرمختيايي هېوادونو سره مرستې کوي، چين له دوی سره د اقصتاد د نړيوال کېدو په جريان کې ګټې شريکوي او چين تل د پرمختيايي هېوادونو باوري ملګری پاتې شوی.

يو داسې چين چې د ورخلاصون د لا پياوړتيا په حال کې دی، د نړۍ د جامع پرمختګ ګامونه به چټک کړي او لا زياتو پرمختيايي هېوادونو او د دوی خلکو ته به د پرمختګ ګټې ورسوي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای