CRI Online

د چين او فرانسې ترمنځ د همکارۍ نوی لوری

cri     (GMT+08:00) 2019-11-06 21:18:32

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په شپږمه نېټه په بېجينګ کې د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره په کتنه کې وويل، چين غواړي چې له فرانسې سره د نړۍ، راتلونکي او خلکو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې لا ټينګې کړي. د نوموړي دا څرګندونه د چين او فرانسې ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لوري ته اشاره کړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په اړه يې نوۍ هيله ټاکلې او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تګ راتګ لپاره يې نوي فرصتونه برابر کړي دي.

د نړۍ لپاره دا اړيکې په دې مانا دي چې چين او فرانسه بايد خپلمنځي ستراتيژيکي تګ راتګ زيات کړي او لا زيات مسئوليت دې پر غاړه واخلي. د راتلونکي لپاره دا اړيکې دغه مانا لري چې چين او فرانسه بايد د علمي تکنالوژۍ او صنايعو د نوي پړاو اصلاحاتو په درشل کې د همکارۍ برخې زياتې کړي او يو بل ته دې نوي فرصتونه ورسوي. د خلکو لپاره اړيکې يعنې دواړه هېوادونه بايد خپلمنځي کلتوري تګ راتګ پياوړی کړي او د ملکي دوستۍ بنسټ دې لا ټينګ کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای