CRI Online

لي که چيانګ د فرانسې له ولسمشر ماکرون سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2019-11-07 10:56:46

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدر اعظم لي که چيانګ د نومبر د ۶مې نېټې له غرمې وروسته په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره وکتل.

له نوموړي سره په خبرو کې لي که چيانګ څرګنده کړه چې چين او فرانسه دواړه د م م د امنيت شورا دايمي غړي هېوادونه او د نړۍ عمده اقتصادونه دي. چين ته د ستاسو د دغه سفر په ترڅ کې رئيس شي جين پينګ له تاسو سره ژورې تبادلې کړې او زياتې لاسته راوړنې يې موندلې دي. چين او فرانسه بايد د متقابلو ګټو پر بنسټ همکاري وکړي. دا نه يوازې د دواړو خواوو، چين او اروپا، بلکې د نړۍ په ګټه دي. په داسې حال کې چې نړيوال حالات د سخت بدلېدو او پيچلېدو په حال کې دي، که چين او فرانسه خپلمنځي ستراتيژيکي تګ راتګ پياوړی کړي، واقعي همکارۍ پراخې کړي او انساني تګ راتګ او کلتوري تبادلې نژدې کړي، نړۍ ته به مثبت لوری ورکړي.

ماکرون څرګنده کړه چې اوس مهال د فرانسې او چين ترمنځ اړيکې چټک پرمختګ کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ انساني او کلتوري تګ راتګ هم ګام په ګام زياتېږي. دواړو خواوو د ذروي برېښنا، کرنيزو او خوراکي توکو، هوايي او کلتوري چارو په شمول ځينو برخو کې زياتې واقعي لاسته راوړنې پيدا کړې او د ذات البيني اړيکو د راتلونکي پرمختګ يوه نقشه يې جوړه کړې ده.

( سپوږمۍ

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای