CRI Online

ايران به UF6 کيمياوي مواد د فوردو ذروي تأسيساتو ته وليږي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-07 11:07:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ايران رسمي خبري اژانس يعنې د ايران د اسلامي جمهوريت خبري اژانس د نومبر په شپږمه نېټه خبر ور کړ چې دغه هېواد د همدې ورځې په سهار دوه زره کيلو ګرمه UF6 کيمياوي مواد د فوردو ذروي تأسيساتو ته وليږي او د يورانيمو د غني کولو لپاره به يې وکاروي.

د خبر له مخې د ايران د ولسمشر حسن روحاني او د ملي امنيت عالي شورا د حکم له مخې د ايران د اټومي انرژۍ سازمان به د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجسۍ تر نظارت لاندې دغه ذروي توکي د فوردو د ذروي تأسيساتو ته وليږي.

روحاني د همدې ورځې په شپه په ټولنيزې رسنۍ کې وويل چې ايران په همدې ورځ د فوردو فابريکې په ۱۰۴۴سنتري فيوګونو کې ګازونه واچول او د ايران د ذروي تړون د بندولو لپاره يې د څلورم پړاو د تدبيرونو په نيولو پيل وکړ.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای