CRI Online

په چين کې د ۶م نسل يا 6Gګرځنده مخابراتي تکنالوژۍ څېړنيز کارونه رسماً پيل شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2019-11-07 11:09:06

د چين مرکزي ټلويزيون خبر ورکړ چې د چين د علومو او تکنالوژۍ وزارت، د پرمختګ او اصلاحاتو دولتي کمېټې، د پوهنې وزارت، د صنعت او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت، د چين د علومو اکاډمۍ او د طبيعي علومو ملي صندوق د نومبر په ۳مه نېټه په بېجينګ کې د ۶م نسل د ګرځنده مخابراتي تکنالوژۍ (6G)په اړه د څېړنيزو کارونو د پيل غونډه تر سره کړه. په دغه غونډه کې د 6G په اړه د تخنيکي څېړنې د پرمخبيولو کاري ګروپ او د کارپوهانو ډلې د جوړولو اعلان وشو. له دې څخه څرګندېږي چې په چين کې د 6G تخنيکي څېړنه رسماً پيل شوې ده.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای