د سينهوا اژانس د خبر له مخې د علمي او تخنيکي کارکوونکو د ليږد ميکانيزم له جوړېدو راهيسې ډېر زيات همدغه کرنيز علمي او تخنيکي کارکوونکي د نويو تخنيکونو د مروجولو، د نويو کرنيزو توکيو د کرلو او د نوښت په برخه کې له بې وزلو کسانو سره د مرستو لپاره د شينجيانګ کليوالو سيمو په تېره بيا غريبو سيمو ته تللي چې بزګرو ترې ډېر ګټې اخيستې دي.
زمونږ خبريال په دې وروستيو ورځو کې د شينجيانګ د اويغور له خپلواکې سيمې څخه خبر اخيستې چې دغه ډول کارکوونکي له کرامی سيمې پرته د ۱۳ منطقو ۸۷ ولسواليو ته ليږل شوي چې په دې جمله کې د جنوبي شينجيانګ د څلورو سيمو ۲۲ ډېرې غريبې ولسوالۍ شاملې دي.د دغو کارکوونکو په ورتګ سره په دې سيمه کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره قوي تخنيکي زمينه برابره شوې ده.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |