CRI Online

د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کې شينجيانګ ته د تلونکو سيلانيانو شمېر له دوو مليونو څخه اوښتی و

cri     (GMT+08:00) 2019-11-07 15:21:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د شينجيانګ د اويغور کورواکۍ سيمې د کلتور او سيلانۍ ادارې خبر ور کړ چې د روان کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر پورې شينجانګ ته د تلونکو سيلانيانو شمېر دوه سوه يو مليونه نهه لکه اته وېشت زره او اووه سوه تنو ته رسيدلی وچې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۴۲ اعشاريه ۶۲ زيات شوی دی. شينجانګ ته د دغو سيلانيانو د راتګ له امله د دې سيمې سيلانيز عايدات ۳۴۱ مليارډه او ۷۲۷ مليونه يوانو ته رسيدلي چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۴۳ اعشاريه ۳۹ زياتوالی موندلی دی.

د شينجيانګ سيمه ييز حکومت د سيلانيز پرمختګ لپاره اړونده تګلاره غوره کړې، په پر له پسې توګه يې د سيلانيزو تأسيساتو د بشپړولو لپاره هڅې او په منظره لرونکو ځايونو کې يې موجودې ډېرې مسئلې حل کړې دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای