CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزارت: RECP د ازادې سوداګرۍ يو باکيفيته تړون دی

cri     (GMT+08:00) 2019-11-07 15:57:04

د چين د سوداګرۍ وزارت مرستيال وزير او د نړيوالو تجارتي خبرو اترو مرستيال استازي وانګ شو وين د نومبر په شپږمه نېټه وويل چې RECPيعنې په سيمه کې د ازادې سوداګرۍ د هراړخيزو اقتصادي همکارانو تړون د ازادې سوداګرۍ يو باکيفيت تړون دی چې د سوداګريزو توکو پرانيستې سويه يې له نوي سلنې څخه زياته ده.

وانګ شو ون وويل چې د ياد تړون په دريمه سرمشريزه غونډه کې چې د تايلنډ په بنکاک کې تازه تر سره شوه، د RECP د مشرانو ګډه اعلاميه خپره شوه. په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې د دغه تړون پنځلسو غړيو د اړوند سند د شلو مادو د ليکلو او ټولو بازارونو ته د ورتګ ته د جوازونو په هکله يې خبرې اترې پای ته رسولې دي. هغه وويل چې په دغه سرمشريزه غونډه کې په رسمي توګه اعلان شوی چې د دغه تړون پنځلسو غړيو خپلمنځي خبرې اترې پای ته رسولې دي او له دې څخه څرګنديږي چې د ازادې سوداګرۍ د هغې سيمې ابادۍ سترې لاسته راوړنې تر لاسه کړي چې نفوس يې تر ټولو زيات دی، غړي يې تر ټولو مختلفې ځانګړتياوې لري او د پرمختګ پټ توان يې تر ټولو قوي دی. په ۲۰۱۸ کال کې د دغو پنځلسو هېوادونو د نفوس عمومي شمېر دوه مليارډ او دوه مليونه تنه ښودل شوی و، د جي ډي پي عمومي ارزښت يې ۲۹۰۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو ته ، د صادراتو اندازه يې ۵۶۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو ته او د بهرنيو پانګونو اندازه يې شاو خوا ۳۷۰ مليارډو امريکايي ډالرو ته رسيده.

د RECP لومړۍ خبرې اترې په ۲۰۱۲ کال کې د اسيان د لسو هېوادونو لخوا پيل شوي چې چين، هند، جاپان، کوريا جمهوريت، استراليا او نيوزيلنډ په بلنې سره په کې ګډون کوي. وانګ شو وين وويل چې د اسيان لسو هېوادونو او دغو شپږو بلنې هېوادونو په جلا توګه د لسو او يو په نامه د ازادې سوداګرۍ تړونونه لاسليک کړي، د RECP هدف د يادو پنځو تړونونو په بنسټ يو عصري، هراړخيز،لوړې سويې او ګډې ګټې لرونکی نوی عمومي تړون دی. وانګ شو ون وويل چې دا د ازادې سوداګرۍ يو باکيفيته تړون دی چې د سوداګريزو توکو د تجارت په برخه کې يې پرانيستې سويه له نوي سلنې څخه زياته ده او د پانګونو په برخه کې د منفي ليست له لارې پانګوالو ته د جوازونو د ورکولو مالومات پکې ځای شوي دي.

وانګ شو ون وويل چې په دغه تړون کې د انټرنيټي سوداګرۍ، د پوهنې ملکيت حق ساتنې، د سيالۍ تګلارو، د حکومتي لګونو او اخيستنې او د منځنيو او کوچنيو تصديو په شمول ځيني محتويات شامل دي چې د تړون عصريت ترې څرګنديږي. هغه وويل چې اوس د خبرو اترو نتيجه د بېلا بېلو خواوو ګټو ته پاملرنه شوي او د ګډون کوونکو خواوو غوښتنې تر وسې منل پوره شوې دي. وانګ شو ون وويل چې چين د خبرو اترو په بهير کې د اسيان د مرکزي رول ملاتړ کوي. هغه وويل چې چين تل د RECP په خبرو اترو کې مثبت رول لوبولی او لوبوي يې. دا ډېره مهمه ده چې چين په دغو خبرو اترو کې د اسيان د مهم رول ملاتړ کوي. د اسيان د مهم رول له امله موږ په دې سيمه کې د سياست، اقتصاد او د پرمختګ سويې، د تاريخ او دوديزو کولتورونو په ساحو کې د ډېرو زياتو هېوادونو توپيرونه حلولی شو، نو په پای کې موږ ګډې نظريې تر لاسه کړې دي. موږ به د اسيان رول ملاتړ ته دوام ورکړو او نورې پاتی مسئلې به حل کړو.

وانګ شو ون وويل چې د خبرو اترو ټيمونه به په راتلونکې کې د سند د څارنې کارونه پيل کړي او هدف يې دا دی چې په ۲۰۲۰ کال کې تړون لاسليک شي. هند اوس لا هم ځينې مهمې مسئلې لري چې نه دي حل شوي. د چين په شمول اړوندې خواوې به په مداومه توګه له هند سره سلامشورې وکړي او د هند هرکلی کوي چې په دغه تړون کې برخه ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای