CRI Online

د امريکا او ترکيې مشرانو د سوريې د وضعيت په هکله تليفوني خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-11-07 15:57:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نومبر په شپږمه نېټه وويل چې د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اوردوګان سره يې په تليفوني خبرو کې د سوريې د وضعيت او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په هکله خبرې اترې وکړې او هيله يې وښودله چې اوردوګان به په راتلونکي اوونۍ کې له امريکا څخه ليدنه وکړي.

ټرمپ په خپلې ټويټرپاڼې کې ليکلي چې له اوردوګان سره يې ښې خبرې اترې وکړې او د سوريې د سرحدي امنيتي حالاتو، د ترهګرۍ پرضد د مبارزې او د سوريې په دننه کې د وسله والو کردانو په باب ور سره غږېدلی دی.

د امريکا استازو جرګې تېره اوونۍ د ترکيې په اړه دوه لايحې تصويبې کړې او ترکي چارواکو پرې غبرګون وښود او ويلې يې دي چې ښايي اوردوګان د روانې مياشتې په منځنۍ لسيزه کې له امريکا څخه ليدنه لغوه کړي.خو وروسته اوردوګان د نومبر په پنځمه نېټه وويل چې هغه به له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تر تليفوني خبرو اترو وروسته پرېکړه وکړي چې ايا امريکا ته سفر وکړي او که نه.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای