CRI Online

تبصره: د هونګ چياو ځيرکي د ورخلاصون او نوښت نوی ځواک دی

cri     (GMT+08:00) 2019-11-07 17:20:20

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن مبصر د نومبر په ۷ مه نېټه يوه تبصره خپره کړه چې عنوان يې دی: ( د هونګ چياو ځيرکي د ورخلاصون او نوښت نوی ځواک دی)

په دغه تبصره کې ليکل شوي چې کابو ۴۰۰۰ چيني او بهرنيو شخصيتونو د هونګ چياو په نړيوال اقتصادي فورم کې د اقتصاد د نړيوال کېدو او د څواړخيز ميکانيزم د ساتلو لپاره د وړانديز پر وړاندې کولو بوخت دي. د دې ترڅنګ د چين د دوهم نړيوال وارداتي نندارتون په مختلفو نندارځايونو کې تجارتي خبرې اترې روانې دي. دغه دواړه حالات د ورخلاصون او نوښت او د ګډو ګټو او همکاريو په اړه د نوې زمانې ښکلې او زړه راښکونکې نغمې غږوي.

په دغه تبصره کې زياته شوې چې ياد اقتصادي فورم په نړۍ کې د سياست، سوداګرۍ او پوهنې په برخو کې د ډيالوګ د يوې عالي صحنې په توګه د سوداګريز چاپيريال، مصنوعي ځيراکۍ، د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اصلاحاتو، برېښنايي سوداګرۍ او د بشري ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په شمول ځينو موضوعاتو ته پاملرنه کړې. کابو شپيتو مهمو او عالي رتبه ګډون کوونکو په دغه فورم کې ويناوې وکړې. هغوی د اقتصاد د نړيوال اداري سيستم د بشپړتيا او اصلاحاتو په اړه بحثونه وکړل او د نړيوال اقتصاد سالم پرمختګ لپاره يې د هونګ چياو ځيرکي برابره کړې ده. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای