CRI Online

شي جين پينګ د سرتيرو د ۷مې دورې نړيوالو سپورټي لوبو د تر سره کېدو په اړه وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-11-07 18:59:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميسيون رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د سرتيرو د ۷مې دورې نړيوالو سپورټي لوبو د برياليتوب په اړه مهمه وينا وکړه. نوموړي وويل، چې د دغو سپورټي لوبو له برياليتوب څخه د چين سبک او د سرتيرو ځانګړتيا ښکاره شوې او ( د لوبو د جوړولو لوړه کچه او په لوبو کې ښه موفقيت ) موخې ته رسېدلی دی. روان کال د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو له ۷۰مې کليزې سره برابر دی، د دغو سپورټي لوبو ښه تر سره کېدل نړيوالو ته د نوې زمانې چيني سلوک څرګند کړی او د چين د سيمه ييزو پرمختګ افکار يې بيان کړي دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای