د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو ترمنځ د لوی خليج په سيمه کې د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن ودانۍ په کار پيل وکړ او د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو ترمنځ د لوی خليج غږ په نوم د موبايلفون لپاره نوې خبري رسنۍ هم پرانيستل شوه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي، د دغه ګوند د ګوانګ دونګ ولايتي کمېټې منشي لي شي، د دغه ګوند د تبليغاتي څانګې مرستيال او د ياد سټېشن مشر شن های شيونګ او د دغه ګوند د ګوانګ دونګ ولايتي کمېټې مرستيال منشي او د دغه ګوند د شن جن ښاري کمېټې منشي وانګ وي جونګ د دغې ودانۍ د پردې پورته کولو په مراسمو کې ګډون درلود.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |