CRI Online

چين د هانکانګ د ځانګړې اداري ناحيې د قانون جوړونکې کميټې پر غړي هه جون ياو شوی بريد سخت وغانده

cri     (GMT+08:00) 2019-11-08 10:50:57

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولتي شورا د هانکانګ او مکاو چارو د دفتر مطبوعاتي وياندې شو لو اينګ د نومبر په اوومه نېټه د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د قانون جوړونکې کميټې غړي او د شپږمې دورې د سيمه ييز پارلمان ټاکنو پر کانديد هه جون ياو شوی بريډ سخت وغانده او له اړوندو ادارو څخه غوښتنه وکړه چې له قانون سره سم دې زورزياتي ته سخته سزا ور کړي.

نوموړې وويل چې د نومبر د شپږمې نيټې سهار هه جون ياو د هاکانګ په تون من ناحيه کې د پارلماني ټاکنو د يوې غونډې په ترڅ کې د يو کس له بريد سره مخ شوی چې له امله يې د ښاغلي هه جون ياو او د ده دوه همکاران ټپيان شوي دي.دغه کړه وړه د حيرانتيا وړ دی او نه يوازې د نورو وګړو د امنيت ساتلو لپاره سخت جرم دی بلکې د پارلماني ټاکنو د ګډونوالو پېښه هم ګڼل کيږي. مونږ دغه کړنه سخت غندوو او د پارلماني نوماند هه جون ياو او د ده همکارانو ته د ښې روغتيا هيله کوو.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای