CRI Online

ويتنام : په کانتينر کې پيدا شوي ۳۹ جسدونه ويتناميان دي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-08 11:13:23

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ويتنام د عامه امنيت وزارت د نومبر د ۷ مې نېټې په شپه په خپله ويبپاڼه کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، موږ او د بريتانيا د قانون پلي کونکې ادارې هم د دې خبر پخلی کړي چې د تېرې مياشتې په ۲۳مه نېټه د بريتانيا په اسکس کې په يوه کانتينر کې پيدا شوي ۳۹ جسدونه د ويتنام اوسيدونکي دي.

د ويتنام صدراعظم نګوين شوان فوک په همدې ورځ د حکومت په استازيتوب د مړه شويو کسانو کورنيو او خپلوانو ته د همدردۍ مراتب څرګند کړل او اړوندو ادارو، ولايتونو او ښارونو ته يې حکم وکړ چې په پر له پسې ډول له بريتانيا سره اړوند کارونه تر سره کړي او ژر تر ژره دې د يادو کسانو جسدونه خپل هېواد ته راولېږدوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای