CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به له يونان او برازيل څخه ليدنه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-08 12:12:01

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د يونان جمهوريت د ولسمشر پافلوپلوس او د برازيل د فدرالي جمهوريت د ولسمشر جاير بولسونارو په بلنه د نومبر له لسمې نيټې څخه تر پنځلسمې نيټې پورې له يونان څخه رسمي ليدنه وکړي او د برازيل په پلازمينه پرازيليا کې به د بريکس هېوادونو د مشرانو په يوولسمه غونډه کې ګډون وکړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت چارواکي وايي چې له يونان او برازيل څخه د رئيس شي جين پينګ دغه ليدنه ډېره د پاملرنې وړ ده.

يونان د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سفر لومړی تمځای دی . په دې وروستيو ورځو کې د چين او يونان د لوړو پوړيو چارواکو ترمنځ تګ راتګ زيات شوی او دوه اړخيزې همکارۍيې په پر له پسې توګه پياوړې شوي په تېره بيا د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې همکاريزې لاسته راوړنې يې ډېرې د پاملرنې وړ دي. په نړۍ کې د پيرايوس بندر مقام له ۹۳ م څخه ۳۲ م ته لوړ شوی دی او په ميديتراني سمندر کې د لومړی لوی بندر په توګه يې د يونان د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره مهم خدمتونه کړي دي. دغه بندر د چين او يونان د دوه اړخيزې همکارۍ په ځانګړې توګه د يو کمربند او يوې لارې ښه نمونه ده. د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير چين کانګ د نومبر په اوومه نېټه وويل چې د رئيس شي جين پينګ دغه سفر به اروپايي هېوادونو ته د چيني مشر بل مهم سفر وي او تر يوولس کلن ځنډ وروسته به له دغه هېواد څخه د ده بله ليدنه هم وي. نو دغه سفر به د چين او يونان ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره تاريخي اهميت ولري او د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې به د اړوندو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره نوی خوځنده ځواک وګرځي.

نوموړي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې چين او يونان د متقابل درناوي او مرستو ښه دوستان ګڼل کيږي. هغه وويل، چين او يونان پر څو اړخيزم، ازادې سوداګرۍ او د پرانيستي نړيوال اقتصاد پر ابادۍ ټينګار کوي او ګډ دريځ لري چې بايد نړيوالې همکارۍ پياوړې شي تر څو د ګډو ګټو پربنسټ ګډ برياليتوبونه تر لاسه شي. دواړه هېوادونه تمدن لرونکي لرغونی هېوادونه دي او د ورخلاصون او ګډ پرمختګ افکار لري.د دواړو هېوادونو خلکو يو له بل سره نژدې دوستي ټينګه کړې او کلتوري تبادلې يې هم ډېرې دي. چين او يونان بېلا بېل کلتورونه لري. نو بايد يو د بل درناوی وکړي، يو له بل څخه دې د تجربو زده کړه وکړي او د بېلا بېلو تمدنونو لرونکو هېوادونو ترمنځ د ديالوګ لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

د معلوماتو له مخې رئيس شي جين پينګ به له يونان څخه د ليدنې په موده کې په جلا جلا توګه د دې هېواد له ولسمشر او صدراعظم سره خبرې اترې وکړي او اټکل کيږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به څو مهم همکاريز سندونه هم لاسليک شي. چين کانګ په خپلو خبرو کې وويل، دواړه خواوې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو جامع او د ستراتيژيکو اړيکو د پياوړتيا په هکله ګډه اعلاميه خپره کړي او د دوه اړخيزو اړيکو پرمختيايي پلان به جوړ کړي،د پانګونو او ښوونې په شمول ځينو برخو کې به دوه اړخيز همکاريز سندونه او د بندرونو،پولي چارو او انرژيو په شمول سوداګريز تړونونه لاسليک کړي. باور لرو چې د رئيس شي جين پينګ دغه سفر به ډېرې لاسته راوړنې ولري چې له امله به يې د دوه اړخيزو همکاريو او کلتوري تبادلې سويه لوړه شي.د دې ترڅنګ د نوموړي دغه سفر به د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک زيات کړي او د لا عادلانه او معقول نړيوال نظم د جوړېدو لپاره به خدمتونه وکړي.

نوموړي زياته کړه چې د رئيس شي جين پينګ له دغه سفر څخه څرګنديږي چې د نړۍ په ختيځ کې يو تمدن لرونکی هېواد د يونان د تمدن درناوی کوي او چين د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره له نورو هېوادونو سره ګډو هڅو ته پاملرنه کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای