په دې ورځو کې د چين د علمومو او تخنيکونو وزارت له نورو اړوندو ارګانونو سره په بېجينګ کې د 6G تخنيکي څېړنې د پيل غونډه جوړه کړه او اعلان يې وکړ چې د 6Gتخنيکي څېړنې کاري ګروپ او د کارپوهانو ډله جوړه کړي.
د چين د هوا وې شرکت د مصرفوونکو چارو لومړي اجرائيوي مشر يو چنګ دونګ دغې غونډې ته د خپلې وينا په ترڅ کې څرګنده کړه چې د 6G څېړنه ښايي ۱۰ کاله ولګول شي. د نان جينګ د هوانوردۍ پوهنتون د الکترونيکي او معلوماتي پروژې پوهنځي مرستيال مسؤل وو چي هوی په خپلو خبرو کې وويل چې د 6G شبکې سرعت به د 5G سل چنده چټک وي او دغه معنی ورکوي چې د يو فلم د راکښته کولو لپاره له يوې ثانيې نه کم لګېږي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |