CRI Online

د اروپايي ټولنې شورا پر يورو سيمې د روان او راتلونکي کال د اقتصادي پرمختګ مطلوبه وړاندوينه ټيټه کړې.

cri     (GMT+08:00) 2019-11-08 15:09:05

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې شورا د نومبر په ۷مه نېټه د يو رپوټ په خپرولو سره اټکل کړی چې په ۲۰۱۹ کال کې د يورو سيمې د کورني توليد عمومي ارزښت به ۱.۱٪ زيات شي او په ۲۰۲۰ کال کې به دغه شمېر ۱.۲٪ ته ورسېږي. دغه دوه شمېرې په تېر جولای کې د يادې شورا د اټکلولو اندازو په پرتله په جلا جلا توګه ۰.۱ او ۰.۲ سلنه ټيټه شوې دي.

د اروپايي ټولنې شورا دې ته اشاره کړې چې له اروپا نه بهر کې زياته ناثباتي، په تېره بيا د نړيوالې سوداګرۍ جنجالونه به پر اروپايي اقتصاد منفي اغېزې وکړي. له اقتصادي پرمختګ څخه د بهرني چاپېريال ملاتړ تر زياتې اندازې پورې کمزوری شوی چې د جوړښت د تنظيمولو په حال کې د اروپا پر توليدي چارو خورا اغېزه لري.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای