CRI Online

د م م عمومي اسامبلې يو ځل بيا د يو پرېکړه ليک په تصويبولو سره له امريکا څخه پر کيوبا د بنديزونود ختمولو غوښتنه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2019-11-08 15:12:07

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م د ۷۴مې عمومي اسامبلې د نومبر په ۷مه نېټه په زياتو موافقو رايو سره يو پرېکړه ليک تصويب کړ او له امريکا څخه يې وغوښتل چې پر کيوبا د اقتصادي، سوداګريزو او پولي چارو نژدې ۶۰ کلن بنديزونه ختم کړي. دا مسلسل ۲۸م کال دی چې د م م عمومي اسامبلې دغه ډول پرېکړه ليکونه تصويبوي.

د م م عمومي اسامبلې د کيوبا لخوا د وړاندې شوې مسودې لپاره رايګيري تر سره کړه چې د م م له ۱۹۳ غړو هېوادونو څخه ۱۹۲ پکې ګډون کړی، ۱۸۷ هېوادونو يې موافقې رايې، امريکا، اسرائيلو او برازيل مخالفې رايې او کلمبيا او اوکراين ممتنې رايې ورکړې دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای