د نومبر اتمه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزارت د جوړېدو له اويايمې کاليزې سره برابره ده. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ په همدې ورځ څرګنده کړه چې د چين ځانګړتيالرونکې ډيپلوماسي به د نوي تاريخ د مبدأ پر بنسټ د شي جين پينګ د ډيپلوماتيکو افکارو تر لارښوونې لاندې کارونه وکړي، په مداومه توګه به د سوله ييز پرمختګ، ګډو ګټو او همکاريو بيرغ اوچت کړي او د چيني ملت د بيا سمسورتيا په اړه د چيني آميد د تر سره کولو او د بشري ګډ برخليک ټولنې د ابادولو لپاره به نوي خدمتونه وکړي.
د معلوماتو له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت د ۱۹۴۹م کال د نومبر په اتمه نېټه په بېجينګ کې جوړ او خپلې چارې پيل کړې.
وياند ګنګ شوانګ وويل، چې له اوياوو کلونو راهيسې، د چين ډيپلوماسۍ په ټينګار سره د هېواد حاکميت، امنيت او پرمختيايي ګټې ساتلي، په مثبته توګه يې د اصلاحاتو او ورخلاصون بهير ته خدمتونه کړي، تر خپلې وسې پورې يې د خلکو ګټو ته د لومړيتوب ورکولو پر افکارو ټينګار کړی، په پر له پسې توګه يې د نړيوالې سولې د ساتلو او له نړۍ سره د چين د اړيکو د ټينګېدو لپاره کوښښونه کړي دي او کوي يې. په دې مناسبت په نړۍ کې د چين مقام لوړ شوی او د چين پرمختګ ته ښه بهرنی چاپيريال برابر شوی دی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |