د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د 70 مې کليزې په وياړ د لوی پوځي رسم ګذشت په اړه فلم د نومبر په اتمه نېټه د يونان په اتن پوهنتون کې په لومړي ځل خپور شو چې د دغه پوهنتون د استاذانو او محصلينو د خوښې وړ ګرځېدلی دی.
ياد فلم د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون د عمومي سټېشن لخوا له 4k تخنيک څخه په کار اخيستلو سره جوړ شوی او پکې د نوي چين د جوړېدو د ۷۰ مې کليزې په وياړ د تر سره شوي پوځي رسم ګذشت په زړه پورې برخې ليدل کيږي. دغه فلم د يوناني ژبې په ګډون په څه باندې۴۰ بهرنيو ژبو ترجمه شوی او په ډېرو هېوادونو کې به خپور شي.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |