CRI Online

د روسيې خارجه وزير سيرګي لاوروف : د ايران د اټومي تړون خوندي ساتل د بېلابېلو غاړو له ګټو سره سمون لري

cri     (GMT+08:00) 2019-11-09 18:07:41

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د روسيې خارجه وزير سيرګي لاوروف د نومبر په اتمه نېټه په خپلو خبرو کې وويل چې د ايران د اټومي تړون ساتل د بېلابېلو غاړو له ګټو سره سمون لري.

روسي رسنيو په همدې ورځ د لاوروف په قول خبر ورکړ چې که څه هم امريکا د ټولو لپاره نه د منلو وړ پرېکړه عملي کړې، خو د ايران اټومي تړون لاهم ارزښت لري. ځکه دغه تړون پر ايران د اټومي انرژۍ د نړيوالې ايجنسۍ شکونه لرې او د ايران اړوندې چارې شفافې کولای شي او د دې ترڅنګ د اټومي تخنيکونو د سوله ييزې څېړنې او انکشاف په برخه کې د ايران حقونه هم ساتلی شي. نو د دغه تړون خوندي ساتل د بېلابېلو خواوو له ګټو سره سمون لري.

امريکا څه موده مخکې د ايران له اټومي تړون څخه د وتلو اعلان وکړ او ايران د روان کال له مې څخه د امريکا دغې کړنې ته په غبرګون کې د ايران اټومي تړون د ځينو مادو پلی کول درولي دي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای