CRI Online

د منځني ختيځ مسئلې په اړه د چين ځانګړی استازی: د سوريې مسئلې د حل و فصل يوازېنۍ لاره سياسي حل دی

cri     (GMT+08:00) 2019-11-09 18:22:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د منځني ختيځ مسئلې په اړه د چين ځانګړي استازي جای جون د نومبر په ۸ مه نېټه دې ته اشاره وکړه چې چين تل داسې نظر لري چې د سوريې مسئلې د حل و فصل يوازېنۍ لاره سياسي حل دی، د سوريې حاکميت، خپلواکۍاو د ځمکنۍ بشپړتيا درناوی دې وشي او د سوريې راتلونکی بايد پخپله د سوريالانو له خوا وټاکل شي.

نوموړي د چين د خارجه وزارت په يوه خبري ناسته کې وويل چې په وروستيو ورځو کې د سوريې په حالاتو کې نوي بدلونونه رامنځته شوي او عمده بدلون دا دی چې سياسي حل امکانات زيات شوي دي. په عين وخت کې په سوريه کې ځينې شخړې لا هم رامنځته شوې او د ترهګر سازمانونو لا هم شته دي او د سوريې اوسني حالات له زياتو ننګونو سره مخ دي.

هغه وويل چې چين له م م څخه ملاتړ کوي چې د سوريې په مسئله کې مهم رول ولوبوي او غواړي له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د سوريې مسئلې د ژر تر ژره د حلولو لپاره خپل رغنده خدمتونه وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای