CRI Online

د سينهوا خبري اژانس تبصره: چين به تر وسې پورې د هانکانګ د پارلماني ټاکنو پر نتيجې د زور چلونکو د اغېزو مخه ونيسي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-09 21:15:22

د چين مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د نومبر په ۹ مه نېټه د سينهوا خبري اژانس يوه تبصره خپره کړه چې عنوان يې دی چين به تر وسې پورې د هانکانګ د پارلماني ټاکنو پر نتيجې د زور زياتي غوښتونکو د اغېزو مخه ونيسي.

په دغه تبصره کې ليکل شوي چې د زور چلونکو لخوا د وطن او هانکانګ مينوال او د هانکانګ سيمه ييزو پارلماني ټاکنو ته پر کانديد ښاغلي هه جون ياو د چړې بريد د پېښې له امله د دغې سيمې يادې ټاکنې له سختو ناوړو اغېزو سره مخ شوې دي. دغو زور چلونکو او د دوی تر شا هغو سياسيونو چې د چين حکومت په خلاف په هانکانګ کې تاوتريخوالی راپارولی، قانون تر پښو لاندې کړی او غواړي چې د هانکانګ قدرت غصب کړي. دوی د هانکانګ ټاکنيز ميکانيزم او د دې سيمې قانوني ادارې پر وړاندې سختې ننګونې پېښې کړې چې په هيڅ مدني ټولنه کې د منلو وړ نه دي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای