CRI Online

《هغه ادبي قول چې د شي جين پينګ خوښيږي》د فلم لومړۍ برخه د يونان د لومړي لوی سوداګريز تلويزيون له لارې خپره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-11-09 21:21:11

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، 《هغه ادبي قول چې د شي جين پينګ خوښيږي》د فلم لومړۍ برخه د نومبر له لسمې نېټې څخه د يونان د لومړي لوی سوداګريز تلويزيون يعنې Skai ټي وي تلويزيون باندې خپره شوه او پاتې نورې برخې به يې په مسلسل ډول خپرې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به ژر په رسمي سفر يونان ته ولاړ شي.

《هغه ادبي قول چې د شي جين پينګ خوښيږي》فلم له يوناني ژبې سربيره د انګيسي، جاپاني، کوريايي، هسپانيايي او ايتاليايي ژبو په ګډون په زياتو بهرنيو ژبو ترجمه شوی او د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې خپور شوی چې د ډېرو کتونکو د توجه او خوښې وړ ګرځېدلی دی. دغه فلم کتونکو ته د شي جين پينګ د پېژندګلوي زمينه برابره کړې ده.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای