د هانکانګ پر پارلماني غړي هه جون ياو د زور چلونکو د چړې بريد پدې وروستيو ورځو کې د دغې سيمې بېلابېلو ټولنو په کلکه وغانده.
د هانکانګ د قانونپوهانو صندوق رئيس او مشهور قانونپوه ما ان ګوه، د هانکانګ د بو ای روغتون د رئيسانو ادارې مشر وو جين چينګ، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په ملي کمېټه کې د هانګانګ دوو غړو سو چانګ رونګ او ياو جي شنګ او داسې نورو شخصيتونو په جلاجلا توګه له خبري رسنيو سره د مرکو پر مهال ياده پېښه په کلکو ټکو وغندله، دوی دغه پېښه ترهګريزه پېښه وبلله او د هانکانګ له اوسيدونکو څخه يې غوښتنه وکړه چې د سيمه ييز حکومت او پوليسو له قانوني اداري چارو څخه دې ملاتړ وکړي.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |