د کتابونو ۱۵م نړيوال نندارتون د نومبر په ۷ مه نېټه د وينزويلا په پلازمينه کاراکاس کې پرانيستل شو او چين په دغه نندارتون کې د لومړي مېلمه هېواد په توګه څه باندې۲۰۰۰ کتابونه نندارې ته وړاندې کړي.
د وينزويلا ولسمشر مادورو د ياد نندارتون پرانيستونکو مراسمو ته په وينا کې وويل، چې چين په تېرو ۷۰ کلونو کې د ليدو وړ پرمختګونه ترلاسه کړي چې نه يوازې خپلو خلکو ته يې ګټې رسولې دي، بلکې د نړيوالې سولې او ودې لپاره يې هم ډېر خدمتونه کړي دي.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |