CRI Online

شي جین پینګ د چین د قانوني ادارې نړیوال فورم ته د مبارکۍ پیغام واستاوه

cri     (GMT+08:00) 2019-11-10 16:07:12

سږ کال د چین د قانوني ادارې نړیوال فورم د روانې میاشتې په ۱۰مه نیټه په ګوانګ جو ښار کې پرانیستل شو. د چین د دولت رئیس شي جین پینګ دغه فورم ته د مبارکۍ پیغام واستاوه.

شي جین پینګ په دې پیغام کې وویل چې د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز پرمخبیول قانوني ضمانت ته اړتیا لري. چین غواړي له مختلفو هیوادونو سره یو ځای ښه قانوني چاپیریال او عادلانه، معقول او روڼ نړیوال تجارتي سیستم جوړ کړي او دغه راز په ګډه یو کمربند او یوې لارې وړاندیز پرمخ بوزي ترڅو د ټولو هیوادونو خلکو ته ګټې او نیکمرغي ورسوي. هیله من دی چې برخه وال د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز د ګډې ابادۍ او د چین د قانوني ادارې د نړیوالو همکاریو د ژورتیا تر عنوان لاندې د نظریاتو تبادله وکړي ترڅو اړوند قوانین نورهم بشپړ شي او قانوني اداره د یو کمربند او یوې لارې د ګډې ابادۍ په ترڅ کې ډیر رول ولوبوي.

یاد فورم د چین د قانوني علومو اکاډمۍ له خوا جوړ شوی چې په کې د چین او د یو کمربند او یوې لارې په اوږدو کې د څه دپاسه ۴۰ هیوادونو او ۴ نړیوالو سازمانونو ۴۰۰ استازیو ګډون کړی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای