CRI Online

نن د يونان په يو خبري رسنۍ کې د شي جين پينګ مقاله خپره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-11-10 16:33:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په لسمه نېټه يونان ته له خپل سفر مخکې د دغه هېواد په (( کاتهيميريني)) ورځپاڼه کې د (( د لرغونيو تمدنونو ځيرکتيا راتلونکې روښانه کړي )) تر عنوان لاندې مقاله خپره کړه. په دغه مقاله کې داسې ليکل شوي:

ډېر خوشحاله يم چې د يونان د ولسمشر پروکوپيس پافلوپولوس په بلنه به له دغه ښکلي هېواد څخه رسمي ليدنه وکړم. په ۲۰۱۴ کال کې د روډ ټاپو له لارې تير شوم چې په ترڅ کې يې د يونان لرغوني تمدن او زحمتکښو او هوښيارو خلکو ما ته ژوره خاطره راوبښله. زه به تمدن ته د درناوی او د راتلونکي په اړه د هيلې په نيولو سره يو ځل بيا د دغه ښکلي هېواد خاورې ته ورسيږم، زه د دغه سفر په مناسبت ډېر خوشحاله يم.

روان کال د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو له ۷۰مې کليزې سره برابر دی. چينايانو له تېرو ۷۰ کلونو په تيره بيا د اصلاحاتو او ورخلاصون د تطبيق له ۴۰ کلونو راهيسې د کوښښونو له لارې د نړيوالو د پام وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. په عين وخت کې چين د خپل سوله ييز پرمختګ له لارې د زمانې هغه مسئلې ته ځواب ورکوي چې نړۍ بايد څنګه پرمختګ وکړي؟ اوسمهال په نړيوالو حالاتو کې پېچلي بدلونونه روان دي، چين او يونان بايد د لرغونيو تمدنونو له هوښيارۍ څخه غوره لارې چارې ومومي، د لرغونيو لويو هېوادونو مسئوليت دې پر غاړه واخلي او د نوي ډول نړيوالو اړيکو د ټينګولو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادولو لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای