یونان ته د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د رسمي سفر په درشل کې د چین د مرکزي راډیو او تلویزیون د عمومي ستېشن له خوا جوړ شوی لوی مستند فلم ((موږ په لویه لار کې یو )) د یوناني ژبې ګڼه د روانې میاشتې په ۱۰ مه نیټه د دغه هیواد د سکی ګروپ د تلویزیون چینل او د اسنس -ماکدونیان نیوز اژانس او د سکی ګروپ د نوی میډیا له لارې کتونکو ته وړاندې شوی دی.
په یاد فلم کې په وروستیو ۷۰ کلونو کې په چین کې ستر مثبت بدلونونه یاد شوي دي چې د چین د کمونیست ګوند په مشرۍ د چین خلکو د سوسیالیستي انقلاب، ابادۍ او اصلاحاتو په ترڅ کې ځلانده لاسته راوړنې او ګرانې تجربې ترلاسه کړې دي او په نوې زمانه کې یې د ملت د بیا احیا په لار کې پرله پسي هلې ځلې کړې دي او کوي یی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |