CRI Online

شي جين پينګ د يونان پلازمينې اتن ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2019-11-11 09:58:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د لسمې نيټې په شپه په ځانګړې الوتکه کې د يونان د پلازمينې اتن هوايي ډګر ته ورسيد او له دې هېواد څخه يې رسمي ليدنه پيل کړه.

د يونان د بهرنيو چارو وزير د نيکوس دندياس په شمول لوړ پوړيو حکومتي چارواکو د رئيس شي جين پينګ او د ده د مېرمنې پنګ لي يوان د ورتګ لپاره د هر کلي مراسم تر سره کړل او د دې هېواد سرتيرو د سترګو په حرکت يادو دغو محترمو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه.

شي جين پينګ د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د يونان حکومت او خلکو ته د زړه له کومې نيکې هيلې او پيرزوينې وړاندې کړې. نوموړي په خپلو خبرو کې دې ته په اشارې سره وويل چې يونان اوږد تاريخ او کلتور لري او د انساني تمدن د پرمختګ لپاره يې د ليدو وړ خدمتونه کړي دي.د تاريخ په پاڼو کې د چين او يونان کلتورونه خلاند دي او دوستانه تګ راتګ يې هم اوږد تاريخ لري. چين او يونان د تمدنونو لرونکو هېوادونو په توګه د تمدن په برخه کې د نظريو له تبادلې او ډيالوګ څخه ملاتړ کوي او د بېلا بېلو تمدنونو د ګډ موجوديت لپاره هڅې کوي. په دې وروستيو کلونو کې د چين او يونان ترمنځ اړيکو په لوړې سويې سره پرمختګ موندلی او د دواړو هېوادونو د لوړو پوړيو چارواکو ترمنځ تګ راتګ نژدې شوی او متقابل باور يې په پر له پسې توګه نورهم ټينګ شوی دی.چين او يونان د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې ډېرې همکاريزې لاسته راوړنې لري چې نمونوي پروژه يې د پيريوس بندر دی .د دې ترڅنګ دواړو هېوادونو د سترو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په هکله د نظريو تبادلې او همغږي ساتلې او د نړيوالې سولې، ثبات،پرمختګ او سمسورتيا د ساتلو لپاره يې خدمتونه کړي دي.(غاټول)

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای