CRI Online

د ۲۰۰۹ کال لپاره د چين د قانوني ادارې نړيوال فورم په ګوانګ جو کې پرانيستل شو.

cri     (GMT+08:00) 2019-11-11 10:18:03

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د ۲۰۱۹ کال لپاره د چين د قانوني ادارې نړيوال نندارتون د نومبر په ۱۰مه نېټه په ګوانګ جو کې پرانيستل شو. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون سياسي بيورو غړي او د چين د قانون ټولنې مشر وانګ چن د دغه نړيوال فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ، د رئيس شي جين پينګ لخوا د مبارکۍ پيغام يې ولوست او وينا يې وکړه.

د ۲۰۱۹ کال لپاره د چين د قانوني ادارې نړيوال فورم د چين د قانون ټولنې په کوربتوب جوړ شوی چې پر چين سربېره د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې کابو د ۴۰ پرتو هېوادونو او ۴ نړيوالو سازمانونو تقريباً ۴۰۰ تنه استازيو په دغه فورم کې ګډون کړی دی. تر پرانيستونکو مراسمو وروسته ګډونوالو په يوه عمومي غونډه کې برخه واخيسته، د يو کمربند او يوې لارې، د ښه پانګه اچوونکي چاپېريال د ابادۍ، د نړيوالې سوداګرۍ د لا لوړې سويې قواعدو د ټاکلو، د پوهې د تمليکي حق ساتلو په اړه د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا او د تصديو لخوا د پانګه اچوونکي او سوداګريز چلند د معياري کېدو په شمول څو موضوعاتو د نظريو تبادله وکړه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای