CRI Online

د هانکانګ پوليسو ۸۸ شرخوښي ونيول

cri     (GMT+08:00) 2019-11-11 11:38:11

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې ډېرو شرخوښوونکو د نومبر په لسمه نېټه د هانکانګ د خاصې اداري سيمې په ډېرو ناحيو کې په ناوړه توګه عامه تأسيسات او دوکانونه ويجاړ کړل،پر پوليسو باندې يې بريدونه کړل او ډېرې لارې يې وتړلې.د هانکانګ پوليسو د نومبر د يوولسمې نيټې په سهار وختي دغه کړه وړه وغندل او د نومبر د لسمې نيټې د شپې تر يوولسو بجو او دېرشو دقيقو پورې يې په ناقانونه غونډه کې د ګډون، د وسلو د پټولو او د تأسيساتو د ويجاړولو په تور۸۸ تنه شر اچوونکي ونيول.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای