د چين دوهم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر په ۱۰مه نېټه په شانګهای کې پای ته ورسېد. په تېرو ۶ ورځو کې ۱۸۱ هېوادونه، سيمې او نړيوال سازمانونه پکې حاضر وو او څه باندې ۳۸۰۰ تصديو خپلې غرفې جوړې کړې، له ۵ لکو نه زيات چيني او بهرني مسلکي پيرودونکي راغلي او د ۷۱ مليارډو او ۱۳۰ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت ابتدايي تړونونه پکې لاسليک شوي دي. دغه شمېر د لومړۍ دورې په پرتله ۲۳٪ زيات شوی دی. د دې تر څنګ څه دپاسه ۲۳۰ تصديو د چين په ۳م نړيوال وارداتي نندارتون کې د ګډون لپاره نومونه ثبت کړي دي. د چين لخوا د نړيوال وارداتي نندارتون جوړېدل بې شکه د اقتصادي چارو د جهاني کېدو بهير پرمخبيولو ته نوی خوځنده ځواک برابر کړی او د نړيوال ورخلاصون، همکارۍ او ګډ پرمختګ په ګټه دی.
لومړی، د چين نړيوال وارداتي نندارتون د توليداتو او خدمتونو د معاملولو له لارې د سوداګرۍ نړيوال کېدلو او د نړيوال اقتصاد پرمختګ ته چټکتيا ورکوي. برسېره پر دې، نړيوال وارداتي نندارتون د کلتور او مفکورې په تبادله او تګ راتګ کې زياتې موافقې راغونډې کړې او د تبعيض پر ضد او د اقتصاد د جهاني کېدو له بهير څخه د ملاتړ قوي ځواک يې څرګند کړی دی. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د چين نړيوال وارداتي نندارتون نړۍ ته د ګډ شراکت مفکوره وړاندې کړې او د انسانانو د ګډ برخليک د جوړولو يوه واقعي بېلګه او نمونه ګرځېدلې دی. د چين نړيوال وارداتي نندارتون چې تازه دوه دورې جوړ شوی، نه يوازې ټولې نړۍ ته د چين پټ او قوي بازاري قوت او مصرفي توان ښودلی، بلکې ترې د ورخلاصون د پر له پسې پراخېدو، د اقتصاد له نړيوال کېدو او ازادې سوداګرۍ څخه د ملاتړ په برخو کې د چين ټينګ هوډ او عملونه څرګند شوي دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |