CRI Online

افراطي مظاهره چيانو د هانکانګ په زياتو ځايونو کې ويجاړونکي کړه وړه کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-11 15:39:42

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې، د هانکانګ پوليسو د نومبر په ۱۱مه نېټه څرګنده کړه چې د همدې ورځې له سهار راهيسې افراطي مظاهره چيانو د هانکانګ په زياتو ځايونو کې د خنډونو په ايښودلو سره بېلا بېلې لارې او واټونه بند کړي دي، حتی له لوړو ځايونو څخه لارو ته غټ غټ توکي يې اچولي. ځينو شر خوښوونکو د مېترو پر واګونونو د پېترو بمونه ويشتلي او د پوهنتونونو تاسيسات يې خراب او ورته زيانونه رسولي. پوليسو د دوی د شړلو او توقيف کولو په ترڅ کې پر يو زور زياتي کوونکي نارينه ډزې کړې.

پوليسو له افراطي مظاهره چيانو څخه غوښتنه وکړه چې خپل زغم او صبر وساتي، نور کسان ټپيان مه کوي او ښاريان دې د پوليسو د قانوني عملياتو مخه نه نيسي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای