CRI Online

په چين کې د افغانستان د کرنې وزارت د کار کوونکو لپاره ۲۰ ورځنی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2019-11-11 19:17:57

د چين د هه بې ولايت په باو دينګ ښار کې د نومبر په يوولسمه نېټه د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مامورینو روزنيز ورکشاپ پای ته ورسید او د پای مراسم يې د همدې ورځې په سهار د باو دينګ ښار په یا هوا هوټل کې ترسره شول او پکې د هه بې د زراعتي پوهنتون مرستيال رئيس لي څون دونګ، د یاد پوهنتون څو نورو چارواکو او د ياد روزنيز ورکشاپ ۲۴ افغان زده کوونکو ګډون کړی و.

دغه روزنيز ورکشاپ د چين د سوداګرۍ وزارت لخوا طرحه او د هه بې د زراعتي پوهنتون لخوا عملي شوی او پکې د افغانستان له کابل، خوست، هلمند، لوګر او څو نورو ولايتونو څخه د ياد هېواد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ۲۴ کار کوونکو ګ‌ډون کړی و.

په دغه ۲۰ ورځني روزنيز ورکشاپ کې يادو افغان مامورينو ته د هه بې زراعت پوهنتون د پروفيسرانو له خوا د چين د کرنې او مالدارۍ چارو د لاسته راوړنو، تجربو او مسلکي عصري تخنيکونو په اړه ډېر معلومات وړاندې شول.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت يادو مامورينو له چيني پروفيسرانو څخه د زده کړو ترلاسه کولو سربېره ، د چين له يو شمېر زراعتي او کرنيزو توليدي تصديو او دغه راز د چين د لوی ديوال او داسې نورو سياحتي ځايونو څخه هم ليدنه وکړه.

د چين د هه بې زراعتي پوهنتون مرستيال رييس لي څون دونګ د ياد ورکشاپ د پای په مراسمو کې يادو مامورينو ته په خطاب کې وويل چې هيله لري ستاسو د هڅو په نتېجه کې د افغانستان د کرنې وزارت اړوندو ادارو د مديريت چارې غښتلې شي او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او اړيکو کچه لوړه شي او لا وده ومومي.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بهرنيو اړيکو رييس محمد عزيز عمري د ياد ورکشاپ د پای په مراسمو کې د يادو مامورينو په استازيتوب د چين هېواد، په ځانګړې توګه د چين د سوداګرۍ وزارت، د هه بې د زراعتي پوهنتون د مشرتابه پلاوي، استاذانو او کار کوونکو څخه مننه وکړه چې افغان مامورينو ته يې په ياد ورکشاپ کې د زده کړې زمينه برابره کړه او له دوی يې ښه مېلمه پالنه وکړه او په برياليتوب سره د ياد ورکشاپ د پای ته رسېدو له امله يې مبارکي وويله.

نوموړي په خپلو خبرو کې دغه ورکشاپ ډېر ګټور وباله او زياته يې کړه چې افغاستان يو بې وزله او جګړې ځپلی هېواد دی او د کرنې او مالدارۍ په ډګر کې د پرمختګ له پلوه په ابتدايي حالت کې قرار لري.

عمري وويل چې تحميلي جګړو په ټولو برخو کې په ځانګړې توګه د زراعت په برخه کې د افغانستان د پرمختګ مخه نيولې، خو د چين په شان دوستو او مرستندويه هېوادونو په ملګرتيا سره هڅه کوي چې له اوسني بد وضعيت څخه ځان خلاص کړي چې په دې برخه کې د چين ولسي جمهوريت په تېرو پرله پسې کلونو کې د غوره دوست، همکار او مرستندوی په توګه له افغانستان سره په مختلفو برخو کې په ځانګړې توګه زراعت برخه کې مرسته کړې چې ښه بېلګه يې ياد روزنيز ورکشاپ دی، موږ د چين له مرستو څخه مننه کوو او هيله لرو د چين هېواد په راتلونکې کې هم د کرنې او مالدارۍ په برخه کې افغان مامورينو ته دا ډول روزنيز ورکشاپونه جوړ کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای