CRI Online

شی جين پينګ او پروکوپيس پاولوپولوس سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-11-11 20:06:26

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۱ مه نېټه له يونان څخه د رسمي لېدنې په څنډه کې په اتن کې د دغه هېواد له ولسمشر پروکوپيس پاولوپولوس سره خبرې اترې وکړې او دواړو مشرانو موفقه وکړه چې خپلمنځي سياسي اعتماد به ټينګ کړي، خپلمنځي همکارۍ به پياوړې کړي، د تمدنونو ترمنځ تبادلې به وهڅوي او د ختيځو او لويديځو متمدنو او لرغونو هېوادونو له تجربو څخه په کار اخيستلو سره د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، د چين او يونان د دوستۍ په پياوړتيا سره نه يوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پياوړې کيږي، بلکې د دواړو تمدنونو ترمنځ ديالوګ هم هڅول کيږي. دواړه هېوادونه بايد د نورو هېوادونو لپاره د متقابل اعتماد او ګډو ګټو پر اساس د دوستانه اړيکو په ټينګولو کې ، د منځنۍ اروپا او چين ترمنځ د همکارۍ په پراخولو کې، د کلتوري او تمدني تبادلې په هڅولو کې او د څو اړخيزم د ساتلو په برخه کې نمونه وګرځي.

پروکوپيس پاولوپولوس په خپلو خبرو کې وويل، چې يونان "د تمدنونو د شخړې له مفکورې" سره ټينګ مخالفت کوي. که د چين تاريخ، کلتور، دودونو او اوسنی ورخلاصون، لاسته راوړنې او انکشاف، ټول دغه مفکوره ردوي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای