د نومبر د يوولسمې نېټې په سهار د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمن پنګ لي يوان د يونان د ولسمشر مېرمن ولسيا پاولوپلو په ملګرتيا سره له بېناکي موزيم څخه ليدنه وکړه.
مېرمن پنګ لي يوان د دې موزيم د تاريخ او پکې د ساتل کېدونکو اثارو په اړه مالومات واورېدل او د دغو هنري اثارو د کتلو په وخت کې يې وويل، له دغو هنري اثارو څخه په لرغونې زمانه کې د يونان د ابادوونکو غښتلی توان ښکارېږي. چين او يونان دواړه لرغوني هېوادونه دي او پخپله يې ځلانده تمدنونه جوړ کړي. دواړه خواوې بايد د کلتوري ميراث د خپرېدو کارونه ښه ترسره کړي چې د خپلمنځي انساني کلتور د تبادلې د هڅولو لپاره لا زيات خدمتونه وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |