CRI Online

شي جين پينګ د يونان ولسمشر په مېلمستيا کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-11-12 10:23:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د يونان ولسمشر پروکوپيس پاولوپولوس او د ده مېرمن د نومبر په يوولسمه نېټه په خپلې ماڼۍ کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د ده مېرمن پنګ لي يوان لپاره د هرکلي مېلمستيا تر سره کړه.

پوځي ارکېسترا د مېلمستيا په پيل کې د دواړو هېوادونو ملي سرودونه وغږول.

پاولوپولوس په خپله وينا کې وويل، يونان او چين ټول لرغوني تمدن لرونکي هېوادونه دي، د دواړو خواوو تر منځ اړيکې لرغونی تاريخ لري. د چين لخوا وړاندې شوې د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو غوښتنه او د چين او د منځني او ختيځې اروپا هېوادونو تر منځ د همکارۍ ميکانيزم يونان او چين، حتی اروپا او چين په نږدې ډول سره نښلوي. يونان ته ستاسو سفر د دواړو خواوو تر منځ د همکارۍ نوې دروازه خلاصوي. يونان له چين سره د همکاريو پياوړتيا ته سترګې په لاره دی.

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، يونان د لوېديځ تمدن سرچينه ده او د انساني تمدن د پرمختګ په جريان کې يې نه هېرېدونکې اغېزه اچولې ده. چين او يونان د خپلمنځي اړيکو د ټينګېدو وروسته په ۴۷ کلونو کې يو د بل درناوی کړی، د مرکزي ګټو د ساتنې په ساحه کې يې يو له بل څخه ملاتړ کړی دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای