CRI Online

"د شي جين پينګ د خوښې کلاسيکې کيسې" او "موږ په ستره لار کې ګامونه پورته کوو " په پورتګالي ژبه ژباړې په برازيل کې د لومړي ځل لپاره خپرېږي.

cri     (GMT+08:00) 2019-11-12 10:37:38

په برازيل کې د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۱مه کتنه کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له تګ مخکې د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي سټېشن لخوا جوړ شوي دوه ځانګړي مستند فلمونه چې سرليکونه يې دي، "د شي جين پينګ د خوښې کلاسيکې کيسې" او "موږ په ستره لار کې ګامونه پورته کوو " ، پر ځايي وخت د نومبر په ۱۱مه نېټه د برازيل د باندېرانتېسس مطبوعاتي ګروپ په خبري او هنري دوو چېنلونو او انترنيټ باندې په خپرېدل پيل شول. دا په برازيل کې د يادو دوو فلمونو لومړۍ ښودنه ده. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د تبليغاتي څانګې مرستيال او د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي سټېشن مشر شن های شيون، په سنټ پلو کې د چين عمومي کونسلې چن پې جيه، د سنټ پلو ايالت مشر جوياو دوريا، د برازيل په کانګرس کې د برازيل او چين د پارلماني غړو جبهې مشر فاوستو پيناتو، د برازيل د باندېرانتېس مطبوعاتي ګروپ مشر جوياو کارلوس سااد د دوو فلمونو د لومړي ځل خپرولو په مراسمو کې ګډون وکړ.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای