CRI Online

د چين او يونان ترمنځ همکارۍ به د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ اړيکو ته پرمختګ ورکړي.

cri     (GMT+08:00) 2019-11-12 10:38:48
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۱مه نېټه د يونان له صدر اعظم کيرياکوس ميتسوتاکيس سره خبرې اترې وکړې. دوو مشرانو په همدې ورځ د دوو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ اړيکو د تقويې په اړه ګډه اعلاميه کې دغه خبره تکرار کړه چې دواړه خواوې به د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ اړيکو ته پرمختګ او ژورتيا ورکړي او د سولې، زياتوالي، اصلاحاتو او تمدن په شمول څلور ډوله همکاريزې اړيکې به په ګډه سره ټينګې کړي. دوی موافقه کړې چې د چين او د منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو ترمنځ همکاري د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو يوه ګټوره تشکيلاتي برخه ده.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د همدې ورځې په خبرو اترو کې دې ته اشاره کړې چې يونان د اروپايي ټولنې او په بالکان سيمه کې يو مهم هېواد دی. د چين او د منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو ترمنځ همکارۍ د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ اړيکو محتويات غني کړي دي. چين هيله لري چې له يونان سره دغه همکاريز ميکانيزم اباد کړي، څواړخيزم او ازاده سوداګري به په ګډه سره وساتي او زياتې متقابلې او ګډې ګټې به پيدا کړي.

( سپوږمۍ)
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای