CRI Online

د ۲۰۱۹ کال لپاره د "غبرګ ۱۱" د سودا نړيوال فېستيوال يو ځل بيا نوی تاريخي ريکارډ جوړ کړ.

cri     (GMT+08:00) 2019-11-12 10:42:32

د ۲۰۱۹ کال لپاره د "غبرګ ۱۱" د سودا نړيوال فېستيوال يو ځل بيا نوی تاريخي ريکارډ جوړ کړی دی. د نومبر د ۱۱مې نېټې له صفر بجې څخه د ټولې نړۍ مصرف کوونکو د سودا اپه ليوني اخيستلو پيل وکړ. د چين د څو سترو انترنيټي سوداګريزو ډګرونو په منځ کې د Tmall انلاين دوکان د پلورلو اندازه ټولټال ۲۶۸ مليارډو او ۴۰۰ مليونو يوانو ته رسېدلې چې نوی ريکارډ يې جوړ کړی. د همدې ورځې د شپې تر ۱۰ بجو او ۵۵ دقيقو د JD په انترنېټي ډګر کې د شويو معاملو اندازه له ۲۰۰ مليارډو يوانو نه اوښتی دی. د Suning شرکت لخوا د سپارښتنو عمومي شمېر د تېر کال په پرتله ۷۶٪ زيات شوی چې له دې جملې څخه د 5G ګرځنده تليفون د پلورلو اندازه ۴۵۹٪ لوړه شوې ده. د PDD په انترنيټي سوداګريز ډګر کې د چين د بېوزلو سيمو لخوا د کرنيزو توليداتو د پلورلو اندازه ۲۲۰٪ زياته شوې ده.

د هر کال د نومبر (۱۱مې مياشتې) په ۱۱مه نېټه د نړۍ په بېلا بېلو سوداګريزو ويبپاڼو کې د لويې پيمانې سوداګريز خرڅلاو او اړوند فعاليتونه تر سره کېږي چې نوم يې د "غبرګ ۱۱" د سودا نړيوال فېستيوال دی. په ۲۰۰۹ کال کې د Tmall په نامه د چين د يوې سوداګريزې ويبپاڼې لخوا پيل شوی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای