د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په يوولسمه نېټه د يونان په پلازمينه اتن کې د دغه هېواد له لومړي وزير کرياکوس ميتسوتکيس سره خبرې اترې وکړې او د يو کمربند او يوې لارې پر ګډې جوړونې موافقې ته رسېدلي دي.
دواړو خواوو په همدې ورځ د خپلمنځي همکاريزو ستراتيژيکو اړيکو د ټينګېدو په اړه يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او دا نيت يې څرګند کړی چې غواړي د پيريوس بندر په شمول د يو لړ همکاريزو پروژو له لارې د دواړو خواوو ترمنځ د يو کمربند او يوې لارې په ګډه جوړونه کې د همکارۍ او تفاهم يادښتونه تطبيق او چارې وهڅوي او له ۲۰۲۰ کال څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې په مهمو ساحو کې د دواړو خواوو ترمنځ همکاريز پلان ښه پلی کړي. برسيره پر دې، چين او يونان به د چين او اروپا د ځمکې او سمندر پر چټکو لارو د تجارت د خونديتوب او اسانه کېدو په برخه کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |