CRI Online

شي جين پينګ او د يونان صدراعظم د پيرايوس په بندر کې د چين د لېرې واټن سمندري ترانسپورټ شرکت پروژه وکتله

cri     (GMT+08:00) 2019-11-12 11:29:20

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د ده مېرمن پنګ لي يوان د نومبر په يوولسمه نېټه د يونان د صدراعظم کونستانتينوس ميتسوتاکيس او د ده مېرمن په ملګرتيا د پيرايوس په بندر کې د چين د لېرې واټن سمندري ترانسپورټ شرکت پروژه وکتله. د دې پروژې چيني او يوناني کارکوونکو د چين او يونان د ملي بيرغونو په رپولو سره د د دوی تود هرکلی وکړ. دوی د دې بندر د عادي کارونو او د انکشافي پلانونو په باب مالومات واورېدل او ورپسې يې د ودانۍ له بام څخه د ټول بندر کتنه وکړله. دوی د يو کمربند او يوې لارې د ګډو ابادولو په برخه کې د يو مهم برياليتوب په توګه د دې پروژې ستاينه وکړه او دغه پروژه يې د ګډو ګټو پر بنسټ د دواړو خواوو تر منځ د همکارۍ د يوې بلګې په حيث وبلله.

د پيرايوس بندر د يونان تر ټولو لوی بندر دی. د چين د لېري واټن سمندري ترانسپورټ شرکت په ۲۰۱۶م کال کې د پيرايسوس د بندري چارو ادارې د شخصي کېدو پروژې دنده پر غاړه واخيستله او له دې څخه تر اوسه پورې يې په مستقيمه يا غيرمستقيمه توګه د دې بندر ۱۰ زرو وګړو ته زورګار پيدا کړی دی. اوس دغه بندر د مديترانې سمندري سيمې په تر ټولو لوی بندر بدليږي، د پرمختګ سرعت يې د نړۍ تر نورو بندرونو چټک دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای