د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې، د هانکانګ د خاصې اداري سيمې اجرائيه مشرې کېري لام د نومبر په ۱۱مه نېټه څرګنده کړه چې په همدې ورځ هانکانګ کې پېښ شوي د زورزياتي کړه وړه بې رحمه وو. زورزياتی هېڅ ستونزه نشي حل کولای. ټوله ټولنه بايد د زورزياتي سخته غندنه وکړي.
هغې له عامو ښاريانو څخه غوښتنه وکړه چې د دغو ناوړو پېښو پر موخې ښه پوه شي چې هانکانګ ته به سخت زيانونه ورسېږي. نوموړې زياته کړه چې د همدې ورځې په يو لړ پېښو کې څه باندې ۶۰ تنه ټپيان شوي. له دې جملې څخه د ۲ تنو حالت سخت او نازک ښکاري چې د اندېښنې وړ دی.
هغې پر دې ټينګار وکړ چې اوس مهال د هانکانګ لپاره تر ټولو مهمه دنده د زورزياتي بندول او د ارامۍ اعاده کول دي. ښاريان دې خپل صبر او زغم ساتي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |