CRI Online

شي جين پينګ د يونان له مشرانو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-11-12 15:31:09

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ چې اوس له يونان څخه په ليدنې بوخت دی، د نومبر په يوولسمه نېټه د يونان په پلازمينه اتن کې په جلا جلا توګه د دې هېواد له ولسمشر او صدراعظم سره خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو موافقه وکړه چې په سياسي چارو کې به متقابل باور لاټينګ او دوه اړخيزې همکارۍ به لاژورې کړي، د بېلا بېلو تمدنونو ترمنځ د ديالوګ د پرمخبيولو لپاره به هڅې وکړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره به د نړۍ په ختيځ او لويديځ کې د تمدنونو لرونکو هېوادونو خدمتونه وکړي. د دواړو هېوادونو استازو په همدې ورځ د همکاريو جامع او د ستراتيژيکو اړيکو د پرمختګ لپاره يوه ګډه اعلاميه خپره کړه.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د يونان له ولسمشر پروکوپيس پاولوپولوس سره د کتنې په ترڅ کې وويل چې هر کله چې چين له يونان سره د نظريو تبادلې کوي، خپلمنځي ژوره دوستي احساسوي. ځکه چې د دوو تمدونونو لرونکو هېوادونو په توګه د چين پرمختيايي افکار له يونان سره ور ته دي.د چين او يونان ترمنځ دوستي نه يوازې د دواړو هېوادونو په همکارۍ کې بلکې د دوو تمدنونو ترمنځ په ډيالوګ کې هم څرګنديږي. رئيس شي جين پينګ وويل ،زه د تمدن درناوی کوم او يونان ته د راتلونکو هيلو لپاره راغلې يم. چين او يونان د دوو لرغونو تمدنونو د ميراث اخيستونکو په توګه په ډېرو هڅو سره د عصري حکومتولۍ په برخه کې پرمختګ موندلی دی . مونږ په دې پوهيږو چې تبادلې او متقابله زده کړه د تمدنونو د پرمختګ بنسټيزه غوښتنه ده. د چين او يونان ترمنځ دوستي نه يوازې د دواړو هېوادونو په همکارۍ کې بلکې د دوو تمدنونو ترمنځ په ديالوګ کې هم څرګنديږي. په اوسنۍ نړۍ کې بې ساري بدلونونه راغلي دي. هيله لرم چې دواړه هېوادونه د ګډو هڅو او همکارۍ له لارې د بېلا بېلو تمدنونو ترمنځ د نظريو تبادلې او د لا عادلانه او معقول نړيوال نظم د جوړولو لپاره هلې ځلې وکړي ترڅو دوه لرغونی تمدن لرونکي هېوادونه د ستور په شان وځليږي.

د يونان ولسمشر پروکوپيس پاولوپولوس وويل چې د يونان خلک له چين سره طبيعي دوستي لري ، ځکه چې دواړه هېوادونه لرغوني تمدن لرونکي هېوادونه دي. په اوسنۍ نړۍ کې چې ډېر ناثابت عوامل پکې شته دي ، چين د سولې، همغږۍ او برابرۍ دريځ لري او د بېلا بېلو نړيوالو مسئلو د حل وفصل لپاره يې ډېرې ښې او ګټورې لايحې وړاندې کړې دي.

د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ لپاره د چين او يونان ترمنځ همکاريزې لاسته راوړنې د پاملرنې وړ دي. د دواړو هېوادونو مشرانو په اتفاق سره وويل چې دوی به د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د يونان له صدراعظم کيرياکوس ميټسوتاکيس سره تر خبرو اترو وروسته خبري رسنيو ته وويل ، مونږ ګډ نظر لري چې چين او يونان د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې يو د بل طبيعي همکاران دي. دواړه خواوې غواړي چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د يونان له دولتي ستراتيژۍ سره ونښلوي، په مهمو برخو کې دې همکاريز پلانونه پلي کړي، د مالونو ليږ راليږد په برخه کې دې د پيريوس بندر مرکزي رول ولوبوي او د چين او اروپا ترمنځ د ځمکنې او سمندر پر ګړنديو لارو دې د ليږ راليږد توان دې پياوړې کړي.

د يونان صدراعظم ميتسوتاکيس وويل چې د چين د ورخلاصون پراخوالی به د يونان په شمول د بېلا بېلو هېوادونو لپاره فرصتونه زيات کړي.

په همدې ورځ رئيس شي جين پينګ د يونان له صدراعظم کيرياکوس ميتسوتاکيس سره په ګډه د دوه اړخيزو پانګونو، پولي چارو، انرژيو او ښوونې په شمول ډېرو برخو کې د همکاريزو سندرونو د لاسليک په مراسمو کې ګډون وکړ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای